د پاكستان او انډونيشيا ترمينځه زرعي ٬ تعليمي او تجارتي اړيكې به لا مضبوطولې شي : رحمت هندیارتا کسوما

فېصل آباد۔ 28 جون (اے پی پی) د انډونیشیا د سفارتخانې چارج ډی افئیر رحمت هندیارتا کسوما وئيلي دي چې د پاكستان او انډونيشيا ترمينځه زرعي ٬ تعليمي او تجارتي اړيكې به لا مضبوطولې شي دغسې چې دواړه هېوادونه د يو بل تجربې څخه ګټه پورته كړي او د شريكو چېلنجونو مقابله وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زرعی یونیورسټی فېصل آباد دورې په مهال وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر ذوالفقار علی، ډینز او ډائرېکټرز سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې موقعه د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه د رابطو قوي كولو په حاجت زور راوړلے شو چې ورسره به دوه اړخيزه اړيكې لا وده ومومي۔ ده ووئيل پاكستاني زده كوؤنكي په انډونيشيا كښې زده كړې ترلاسه كوي٬ د انډونيشيا لخوا يو شمېر تعليمي سكالرشپس وركولې شي او دې څخه بايد پاكستاني زده كوؤنكي بشپړه ګټه پورته كړي۔ ده د تحقيق په مېدان كښې د فېكلټي او زده كوونكو د تبادلې پروګرامونو ته د ودې وركولو په اهميت هم زور راوړو۔ ده د زرعی یونیورسټی فېصل آباد د هڅو ستائنه وكړه۔ وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر ذوالفقار علی خپلو خبرو كښې ووئيل دوه اړخيزه مضبوطې اړيكې به د عصري دور په چېلنجونو قابو موندلو او د يو بل تجربو څخه ګټه پورته كولو كښې مرستيالې ثابت شي۔ ده ووئيل غذائي تحفظ يوه مهمه مسئله ده او زمونږ 40 فيصده آبادي د خوراك كمي سره مخ ده۔ ده ووئيل زرعی یونیورسټی فېصل آباد د پاكستان اولنے پوهنتون دے كوم چې د هیومن نیوټرېشن اېنډ ډائیټکس ډګري پروګرام پېل كړو۔ د نړيوالې همكارۍ لاندې يۍ یو اے اېف كښې چائنیز کنفیوشس انسټیټیوټ، انټرنېشنل سیډ ټېسټنګ لېبارټری، پاک کوریا نیوټریشن سنټر، سېنټر فار اېډوانسډ اسټډیز او نور مركزونه جوړ كړل۔ چارج ډی افئیر د اېکسپو سېنټر، سینټر فار اېډوانسډ اسټډیز او پاک کوریا نیوټریشن سنټر دورہ وكړه او د یو اے اېف د مصنوعاتو او علمی تبادلې فعاليتونو يۍ ستائنه وكړه۔