د خيبر پښتونخوا چيف سيكرټري د سوات د سيلاب ځپليو سيمو دوره

پېښور ۔ 28 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا چيف سېكرټري شهاب علی شاہ د سوات د سېلاب ځپليو سيمو دوره او د غونډې مشري وكړه۔ د خالي په ورځ غونډې ته خطاب كښې چيف سېكرټري ووئيل په رېور بېډ كښې په هر ډول مائنګ بندېز لګولے شوے دے٬ په رېور بېډ كښې د جوړ كړې شوو هوټلونو په شمول د هر ډول تجاوزاتو په ضد د كارروايۍ كولو پرېكړه شوې ده٬ د دريابونو غاړې ته نزدې او دننه د تجاوزاتو په ضد به آپرېشن پېل كولې شي۔ ده ووئيل د سوات پېښې پلټنيو له يوه ډله هم سوات ته رسېدلې ده٬ پلټنې پېل كړې شوي دي ٬ غفلت كوؤنكي به په ګوته كولې او سزا سره به مخ كولې شي۔ ده ووئيل د اے ډی سی ریلیف دفتر رسپانس سېنټر ګرځولو پرېكړه شوې ده٬ د ډرونز د لارې به ګېر شوي كسان په ګوته كولې شي او د هغوي رېسكيو كولو له به اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل د ایریګېشن پیشګی وارننګ نظام به لا ښه كولې شي٬ په ملاكنډ ډويژن كښې د ټولو دريابونو فعاله نګرانۍ له به ریسکیو، پولیس او انتظامیه په ګشت كښې پاتې كيږي٬ اولس دريابونو څخه د لرې ساتلو ذمه وارۍ به ترسره كولې شي٬ رېسكيو ډلې به په ټولو دريابونو خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ ده ووئيل پرنټ ٬ الېكټرانك او سوشل ميډيا دې سېلګري او وګړي سېلابي صورتحال څخه خبرولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ د غونډې په پايه كښې د سوات پېښه كښې په حق رسېدليو له اجتماعي دعا وكړې شوه۔