اسلام آباد۔28جون (اے پی پی)سېنېټر شیری رحمان وئيلي دي چې د پرمننټ کورټ آف آربیټریشن پريكړه د پاكستان د دريځ بريا ده ، هند سندھ لوظنامه ختمولې نه شي ٬ د نړيوال عدالت پرېكړې مودي سركار ته آئينه وښودله٬ د ثالثي عدالت كردار محدود كولو هندي هڅه ناكامه شوه۔ د خالي په ورځ په خپل بيان كښې سېنېټر شیری رحمان د سندھ طاس لوظنامې په اړه د پرمننټ کورټ آف آربټریشن پرېكړه خوشبينه ګرځوله سره ووئيل چې د پرمننټ کورټ آف آربېټرېشن د پاكستان د دريځ بريا ده ، هند سندھ لوظنامه ختمولې نه شي ٬ د نړيوال عدالت پرېكړې مودي سركار ته آئينه ښودلو سره د هند يو اړخيزه ضد غېر قانوني ګرځولے دے۔ شیری رحمان زياته كړه چې په عدالتي پرېكړه كښې دا ښكاره وئيلې شوي دي چې هند يوازې د لوظنامې ختمولو هېڅ حق نه لري۔ دې ووئيل سندھ لوظنامه به دغسې قائمه دائمه وي۔ دې ووئيل د نړيوال عدالت پرېكړه دا ثابت كړي دي چې هند د طاقت په زور نړيوالې لوظنامې لمينځه وړلې نه شي٬ د ثالثي عدالت تسلسل د پاكستان په حق كښې د انصاف علامت دے٬ هند له به اوس د نړيوالو قوانينو احترام كول وي۔