د وفاقي وزير محسن نقوي د نادرا ميګا سنټر بليو ايريا دوره ٬ د وګړو په مثبت تاثراتو انچارج او عملې ته شاباشې ٬ لا خوارۍ سره د كار كولو تلقين

اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خالي په ورځ د نادرا میګا سنټر بلیو ایریا ناڅاپي دوره وكړه ، د وګړو په مثبت اثراتو يۍ انچارج او عملې ته شاباشې وركړو او هغوي ته يۍ د لا خوارۍ كولو تلقين وكړو۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ناڅاپي دورې په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په نادرا مېګا سنټر كښې وګړو ته د وركړې كېدونكو آسانيو جاج واغست او شناختي كارډز او نور دستاوېزات جوړولو له راغلې وګړو سره يۍ ملاقات وكړو او د هغوي تاثرات يۍ معلوم كړل۔ د كورنيو چارو وزير سره خپلو خبرو كښې وګړو مېګا سنټر كښې په مېشته آسانيو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل دلته كوم انتظار نشته ٬ كار په آسانۍ سره او زر كيږي۔ وګړو د كورنيو چارو وزير مننه كولو سره ووئيل دلته عمله هم مرسته كوؤنكې ده۔ دوئي ووئيل ستاسو د كورنيو چارو وزير جوړېدو سره حالات د پاك پروردګار په فضل ډېر ښه شوي دي۔ د كورنيو چارو وزير د وګړو په مثبت تاثراتو د مېګا سنټر شفټ انچارج او عملې له شاباشې وركړو او هغوي ته يۍ د لا خوارۍ سره د كار كولو تلقين وكړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د نادرا چيئرمېن لېفټېننټ جنرل اېم منیر افسر او د هغه د ډلې كاركردګي وستائله۔ د دورې په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير وګړو ته د پېښو ځينو مسئلو پوښتنه وكړه او د هغې فوري حل كولو له يۍ په موقع احكامات جاري كړل۔ وفاقي وزير د نوي خودکار مشین معائنه هم وكړه۔ ده ووئيل ماته سنټر ته په راتللو ډېره خوشحالي وشوه چې دلته وګړي زيات انتظار نه كوي۔ ده ووئيل په نادرا كښې د انتظار نه بغېر د كار كېدل خوشبين دي۔ ده ووئيل وګړو لپاره په هره كچه آسانۍ پېدا كولو له به اقدامات كوو۔