سیالکوټ۔28جون(اے پی پی) د سوات پيښه كښې ډسكه سره د تعلق لرونكو حق رسيدليو د جنازې لمونځ ادا كړے شو٬ اعلی چارواكو د جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو۔ د جنازې لمونځ په ځائي ګراؤنډ كښې ادا كړے شو په كوم كښې چې د ګوجرانواله كمشنر او آر پي او ٬ د سيالكوټ ډي پي او او ډپټي كمشنر ٬ د ډسكه اسسټنټ كمشنر او چيف ميونسپل كمېټي او د پنجاب د بلدياتو وزير مياں ذيشان رفيق ګډون وكړو۔ اعلی چارواكو د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره ملاقات وكړو او هغوي سره يۍ په پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه دوئي په حق رسېدليو له د بخښنې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغنم دعا وكړه۔ د ښار فضا ډېره غمجنه پاتې شوه او ګڼ شمېر كسانو د جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو۔ پېښې ټوله سيمه غمجنه كړې ده او وګړي غوښتنه كوي چې دا ډول پېښو څخه په سباؤن كښې بچ كېدو لپاره بايد فعاله ګامونه پورته كړې شي۔