
پېښور27جون(اے پی پی)خېبرپښتونخوا حكومت سوات كښې د سېلاب له امله د شوي زيان او رېسكيو آپرېشن په اړه ابتدائي رپورټ جاري كړے۔ د رپورټ له مخې د جمعې په ورځ سهار 8 نيمې بجې په سوات بائي پاس جي قربان هوټل سره 18 كسان د سېلاب صورتحال سره ناڅاپي مخ شول۔ د پیښې اطلاع ترلاسه كېدو سره په سمدستي توګه رېسكيو آپرېشن پېل كړے شو چې په نتيجه كښې يې درې تنه په حفاظت سره رېسكيو كړې شول٬ د رېسكيو٬ ضلعي انتظامې او ځايې كسانو د ګډ آپرېشن په نتيجه كښې د 6 كسانو مړي راويستلې شوو٬په دې كښې 9 كسان تر رپورټ جاري كېدو بې دركه دي چې د كومو لټون لپاره تر مالاكنډ ضلعې سرچ آپرېشن روان دے٬ د دې 18 كسانو تعلق ډسكه پنجاب او خېبرپښتونخوا ضلعې مردان سره دے۔رپورټ كښې وئېلې شوي دي چې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور د سېلاب په نتيجه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره په دې ناوړه پېښه كښې پنجاب سره د تعلق لرونكو حق رسېدلې كسانو ځپليو كورنيو لپاره معاوضې اعلان كړي دي۔ ده سوات كښې د دې سېلاب له امله شوي زيان رپورټ طلب كړو او د معاملې انكوائرۍ لپاره يې د وزيراعلٰی انسپكشن ډلې چيئرمېن ته هدايات جاري كړل۔ رپورټ كښې وئېلي شوي دي چې په سوات بائي پاس ريليكس هوټل ته نزدې 10 څخه د زيات كسانو د ډوبېدو تصديق شوے دے٬رېسكيو ډلې د پیښې ځاې ته رسېدلې او سرچ آپرېشن روان دے۔ رېسكيو ډلو انګروډهيرئ څخه درې مړي برآمد كړي٬امام ډهيرئ په مقام 22 تنه په سېلابي اوبو كښې ګير شوې وو٬كوم چې رېسكيو ډلو په حفاظت سره ويستلي دي۔ دغسې د غاليګے په سيمه كښې 7 كسان ګير شوي وو چرته چې د سرچ آپرېشن د لارې يو مړې برآمد كړې شو او د نورو لټون روان دے۔ دغسې مانيار كښې هم د 7 كسانو د ګيرېدو اطلاع ده ٬ دغلته رېسكيو آپرېشن روان دے٬ د پنجګرام په سيمه كښې يو تن سېلاب كښې ګير شوے د كوم رېسكيو كولو لپاره چې كارروايي روانه ده۔ دغسې بره باماخيل مټه كښې سېلاب كښې ګير شوې 20 نه تر 30 كسان په كاميابۍ سره رېسكيو كړې شوي دي۔ رپورټ كښې وئېلې شوي دي چې په بائي پاس سړك د سوات درياب په بېلو ځايونو كښې په مجموعي توګه 75 كسان ګير شوي وو٬په وخت د شوي رېسكيو آپرېشن د لارې 58 كسان ژوندي بچ كړې شوي او د 8 كسانو مړي برآمد كړې شوي دي۔ بلخوا تر رپورټ جاري كېدو ټول 10 كسان بې دركه دي۔ دا مهال د سوات په 8 بېلو ځايونو كښې رېسكيو آپرېشن روان دي چې پكښې 105 تنه رېسكيو عمله برخه اخلي٬ د سېلابي اوبو تندۍ له امله رېسكيو ډلې هم ستونزو سره مخ دي۔ رپورټ كښې وئېلي شوي دي چې له كومې هم ناوړه پېښې څخه بچ كېدو لپاره د سوات درياب خوا او شاه كښې ټولې هوټلې٬ريسټورنټس او نورې تجارتي هلې ځلې بندې كړې شوي دي۔ د صوبائي حكومت وينا ده چې د پشكال بارانونو له امله كوم هم زيان څخه بچ كېدو لپاره په ټوله صوبه كښې په دريابونو په تفريحي فعاليتونو د دفاعه 144 له مخې پابندي لګېدلې ده او ځايي انتظاميې د ميډيا د لارې د احتياطي تدبيرونو خپلولو له د خبرتيا كمپائن چلولې دې۔ صوبائي حكومت سېلګرو او اولس ته يو ځل بيا خواست كړې چې هغوي كومې هم ناوړه پیښې څخه بچ كېدو لپاره دريابونو ته تللو څخه ډډه وكړي او د انتظاميې لخوا په جاري شوې احتياطي تدابير په سختۍ سره عمل وكړي دغسې چې بلې كومې ناوړې پیښې څخه بچ كړې شي۔