
اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار اسرائیل د رياست په توګه د تسليمولو بې بنسټه ډنډورې مسترد كولو سره د فلسطين مسئلې تر دوه رياستي حل د اسرائيل نه تسليمولو پاكستاني اصولي دريځ پخلے كړے دے۔ نائب وزیراعظم دا خبره د جمعې په ورځ په خارجه دفتر كښې ميډيا ته د پاكستان د كاميابو او سفارتي چارو په اړه بريفنګ كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان تل د كال 1967ء څخه په وړاندې بنيادونو د يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړېدو سره د فلسطين مسئلې د دوه رياستي حل ملاتړ كړے دے د كوم پلازمينه چې القدس الشريف وي۔ ده ووئيل پاكستان او امريكا په ټېرف مذاكراتو كښې تندۍ سره مخ په وړاندې روان دي هيله ده چې دواړه هېوادونه به ددې مناسب حل راوباسي۔ ده وئيل پاكستان په اوسني پاك هند تاؤ تريخوالي كښې د جنګ بندۍ يا مذاكراتو خبره نه ده كړې بياهم د كشمير په شمول ټولو تصفيه طلب شخړو پاكستان په باوقار ډول خبرو اترو له چمتؤ دے۔ ده ووئيل په اولني ځل هند سره د تاؤ تريخوالي په مهال د پاكستان بيانيه په نړيواله كچه وستائلې او ومنلې شوه۔ ده ووئيل پاكستان به راتلونكي مياشت كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل مشري سنبال كري۔ ده ووئيل پاكستان د فلسطین، کشمیر، اسلامو فوبیا او ایرا په شمول په مهمو مسئلو په سيمه ايز امن اقداماتو ٬ دوه اړخيزه مرسته او ګڼ اړخيزه سفارتكارۍ كښې فعاله كردار ترسره كړو۔ ده په استنبول كښې 20 څخه تر 23 جون د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې د خپل ګډون ذكر هم وكړو۔ ده ووئيل اسرائيل ايران جنګ نظر كښې نيولو سره د او آئي سي غونډې په مهال ايران لپاره د يوې غونډې په رابللو كښې پاكستان مهم كردار ترسره كړو۔ ده وويل د ایران صدر مسعود پیزشکیان ايراني پارليمان ته خطاب كښې د پاكستان لخوا سفارتي يووالې وستائلو۔ ده وئويل چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل عاصم منیر هم باوقاره جنګ بندۍ لپاره تركيه او ايراني مشرتابه سره خبرې وكړې۔ نائب وزیر اعظم ووئيل د پاكستان په هڅو په مقبوضه کشمیر د او آئي سي رابطه ګروپ غونډه وشوه۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل چې په استنبول كښې ما د سعودی عرب، کویت، ایران، ترکیه، مصر، ملائیشیا، آذربائیجان، ازبکستان، قازقستان، بنګله دیش، برونائی او افغانستان همڅنګو سره 13 دوه اړخيزه ملاقاتونه وكړل په كومو كښې چې په دوه اړخيزه او د شريكې خوښې په مهمو چارو خبرې وشوې۔ ده ووئيل پاكستان هند سره د تاؤ تريخوالي صورتحال كمولو كښی د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ كردار تسليمولو سره هغه نوبل انعام لپاره په باضابطه توګه نومولے دے۔ او په دې د وزيراعظم بشپره منظورۍ سره په 11 جون زما لاس ليك شوے دے۔ ده ددې خبرې پخلې وكرو چې د پاكستان مشرتابه ٬ سويلين او پوځ د تعميري سفارتكارۍ د لارې په منطقه كښې او په نړيواله كچه استحكام ته وده وركولو له يو موټے دے۔