پاکستاني ځوانانو په ډيجيټل او سوشل ميډيا هند ته ماتې وركړه ٬ د هند د اوبه بندولو دړكه د يو اين چارټر خلاف ورزي ده: د بلاول بھټو زرداري ميټ دي پريس ته خطاب

APP38-270625 ISLAMABAD: June 27 – Chairman Pakistan Peoples Party (PPP), Bilawal Bhutto Zardari, addresses a "Meet the Press" event at the National Press Club. APP/ADZ/MAF/ABB/SSH

اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي چې د پاكستان ځوانانو په ډيجيټل او سوشل ميډيا هند ته ماتې وركړې ده ٬ كه د دوه اتومي هېوادونو ترمنځه جنګ وشي نو د نړۍ امن به خطر سره مخ كړي٬ د هند د اوبو بندولو دړكه د يو اېن چارټر خلاف ورزي ده٬ پاكستان به اسرائيل كله هم تسليم نه كړي۔ د جمعې په ورځ په نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې ميټ دي پرېس ته خطاب كښې ده ووئيل هند سره په جنګ كښې د پاكستان بريا په درې خبرو ثابت شوې ٬ پاك پوځ د هند لوے پوځ ته ماتې وركړه ٬ به سفارتي كچه يۍ تاريخ كردار ترسره كړو ٬ پاكستان په خپله بيانيه كښې تاريخي بريا ترلاسه كړه٬ د پاكستان ځوانانو په ډيجيټبل او سوشل ميډيا هند له ماتې وركړې ده۔ د پاكستان د ميډيا كردار تاريخي دے٬ نړۍ د پاكستان د ميډيا كردار ستائلې دې۔ بلاول بھټو ووئيل د اولني صف كردار ستاسو خبريالانو ؤ د كوم چې زه قدر كوم۔ ده ووئيل وزير اعظم په صحيح وخت پرېكړه وكړه۔ هغه وئيلې وو چې پاكستان په نړيواله كچه پلټنيو كولو له چمتؤ دے۔ ده ووئيل هند د جنګ په مهال نه يوازې د ميډيا د لارې بلكې د سفارتكاري هاټ لائن د لارې هم له دروغو كار واخست۔ پاكستان تل د امن خبره كړې۔ ده ووئيل هند دا خبره كوله چې پاكستان ترهګر هېواد دے خو نړۍ دا بيانيه مسترد كړه۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير يوه نړيواله مسئله ده ٬ كه د دوه اتومي قوتونو ترمينځه جنګ وشو نو دا به د نړۍ امن خطر سره مخ كړي۔ ده ووئيل د فیټف ګرے لسټ وائټ كړو٬ هند په هر محاذ ناكام شو۔ د امريكائي صدر عاصم منېر ته د خوراك دعوت وركول د پاكستان لويه كاميابي ده۔ ده وويل هند د اوبو بندولو دړكه وركوي ٬ دا د يو اېن د چارټر خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل مونږ امن غواړؤ ٬ كه اوبه بندې شوې نو بيا به جنګ كيږي او د تېر وخت په څير به بيا كاميابي ترلاسه كوو۔ ده ووئيل مودي د ګجراب قصائي ؤ اوس د كشمير قصائي جوړ شوے دے۔ ده ووئيل سندھ طاس لوظنامه په يو اړخيزه توګه ختمېدې نه شي۔ بلاول بھټو ووئيل چې اسرائيل په فلسطيني اوس ظلم كوي د كوم چې بايد فوري مخنيوي وكړې شي۔ پاكستان به اسرائيل كله هم تسليم نه كړي۔ بلاول بھټو زرداری ووئيل چې فیلډ مارشل عاصم منیر جنګ ګټونكے جرنېل دے او دا پاكستان لپاره د وياړ خبره ده چې امريكائي صدر د پاك پوځ مشر ته بلنه وركړه۔