د سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د يوريا په بيعه كښې استحکام لپاره د كميټۍ غونډه

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د يوريا په بيعه كښې استحکام باوري كولو لپاره د وزيراعظم لخوا د جوړې كړې شوې كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د پټروليم وزير، د زراعت و صنعت وفاقي سيکريټريز او اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔ کمېټۍ د يوريا سټاك په كچه او بيعه كښې په استحکام د اطمينان څرګندونه كولو سره يوريا سيکټر ته ګاز وركول تر 30 ستمبر كال 2025 د زياتولو پرېكړه وكړه دغسې چې د يوريا مسلسل شتون باوري كړې شي۔