د جنرال ساحر شمشاد مرزا د اسټراليا دوره٬ اعلٰې سوېلين او عسكري مشرانو سره ملاقاتونه

پېنډۍ 27 جون (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف اسټاف کمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا د دفاعي او سلامتيا مذاکراتو په 14مه غونډه كښې ګډون لپاره د اسټراليا دوره كړې٬ د دورې په مهال جنرال ساحر شمشاد مرزا د آسټراليا اعليٰ سويلين او عسکري مشرانو سره ملاقاتونه كړي چې پكښې د ډيفنس فورسز مشر ايډمرل ډيوډ جانسټن، ډائريکټر جنرل آفس آف نيشنل انټيلي جنس (او اېن آئي) اينډريو شيئرر، د آسټراليا پوځ مشر ليفټيننټ جنرال سائمن اسټيورټ او د خارجه چارو او تجارت سره سره د ترهګرۍ مخنيوي څانګې سفير جيما هګنس سره ليدلي۔ د دفاعي او امنيتي مذاکراتو مقصد شريك افهام و تفهيم مضبوطول او د ځواكونو ترمېنځه دفاعي مرستې ته د لا پراختيا وركولو څانګې په ګوته كول وو۔ د ملاقاتونو په مهال دواړه ډلو د نړيوال او سيمه ايز ماحول، د سلامتيا چيلنجز او د موجوده دوه اړخيزه پوځي تبادلو زياتولو موقعو پشمول په پراخه چارو خبرې اترې وشوې٬ د دورې په مهال ده په آسټريلين ډيفنس کالج كښې د پاکستان د سلامتيا په تناظر كښې يو لېکچر وركړو او سيمه ايز امن او استحكام كښې ئې د پاكستان په كردار رڼا واچوله۔ ده د اسټراليا د سمندر بېړۍ همس ايډيليډ دوره هم وكړه۔ د دې نه وړاندې سي ډي اېف دفتر ته په رسېدو د دريو واړو وسله والو ځواكونو يوې چتك ډلې دوي ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔