د خزانې وزير د وفاقي بجټ په منظورۍ د پارليمنټ دواړو ايوانونو غړو له مباركي

اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزیب د راروان مالي كال 2025-26ء وفاقی بجټ په منظورېدو د پارليمنټ د دواړو ايوانونو غړو له مباركي وركولو سره د قومی اسمبلۍ او سېنېټ سره سره د بجټ جوړولو په عمل كښې د مرستې كوؤنكو نورو ادارو د ملازمينو د شپې ورځې خوارۍ اعتراف كولو سره دوئي لپاره د 5، 5 بنیادی تنخواہ برابر د اعزازيې وركولو اعلان كړے دے۔ د جمعې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د ضمنی او زائد مطالبات زر منظورۍ څخه وروستو خپلو اختتامي خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د بجټ عمل په بشپړ كولو كښې كامياب پاتې شوو۔ د دواړو ايوانونو غړو مننه كوو۔ دوئي د بجټ په جوړولو كښې بشپړه برخه واخسته۔ سپيكر مخالفې ډلې ته بشپړه موقعه وركړه۔ د فورم د دواړو ايوانونو سېكرټري ٬ افسرانو او عملې د بجټ سېشن په مهال خواري وكړه په دې هغوي له مباركي وركوم۔ سپیشل سېکرټری مشتاق او قانونی ډلې دستاوېزات تېروتنې څخه پاك ساتلو له شپه او ورځ كار وكړو۔ ده د بجټ په تيارولو كښې د اړوندو ټولو چارواكو د شپې ورځې خوارۍ اعتراف كولو سره هغوي لپاره د 5 ٬ 5 بنيادي تنخواه برابر اعزازيه اعلان كره۔