
لاړکانه 27 جون (اے پي پي) د بينظير انکم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) چيئرپرسن سېنېټر روبينه خالد وئيلي نن مونږ د شهيد بېنظير بهټو په ښار لاړكانه كښې يؤ٬ څوك چې د مړانې علامت وه۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ د ادارې چارواكو٬ د پارټۍ كاركنانو او عام وګړو سره په لاړكانه كښې د ډپټي كمشنر په دفتر كښې د يوې غونډې په مهال وكړه۔ دې ووئيل چې د بي آئي اېس پي له مخې ګرد هېواد كښې نزدې يو كروړ كسانو ته كېش رقم وركوٶ۔ دې اولس مخاطب كولو سره ووئيل تاسو له د خپل حق لپاره غږ پورته كول پكار دي٬ تر څو چې تاسو شكايت نه كوئ مونږ هېڅ نشو كولې دې لپاره تاسو راوړاندې شۍ دغسې به مونږ ستاسو جائز مسئلې حل كړې شو۔ دې ووئيل د بي آئي اېس پي له مخې ګرد هېواد كښې نزدې يو كروړ كسانو ته كېش رقم وركوٶ