د صدر مملكت آصف علي زرداري د سيلاب پيښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه

اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری په سوات كښې د سېلاب پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ایوان صدر پرېس وِنګ لخوا د جمعې په ورځ په جاري شوي بيان كښې صدر مملكت د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره د زړه له كومي خواخوږي او غمرازي ښكاره كړه۔ صدر مملكت ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ ځپليو كورنيو سره يو برابر شريك يوو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي۔