وزيراعظم سره د ابرار شاه ٬ طاهر اقبال ٬ صلاح الدين جونيجو ٬ جام عبد الكريم بجار ٬ عبد القادر ګيلاني او سردار يعقوب خان ناصر ملاقات

اسلام آباد۔27 جون (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د قامي اسمبلۍ غړو ابرار شاہ، طاهر اقبال، صلاح الدین جونېجو، جام عبد الکریم بجار، عبد القادر ګیلانی او سردار یعقوب خان ناصر ملاقات وكړو۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ غړو وزيراعظم له د راروان مالي كال بجټ قامي اسمبلۍ څخه په منظورېدو مباركي وركړه۔ په دې موقعه د اړوندو حلقو په چارو خبرې هم وشوې۔ د ملاقات په مهال د پبلك افيئر يونټ وزير رانا مبشر اقبال، د پاور وزير مملكت عبد الرحمن کانجو او خاص مرستيال طلحه بركي هم موجود ؤ۔