محرم الحرام مونږ له د قربانۍ٬ زغم٬ حق وينا او د ظلم په ضد د ودريدو پېغام راكوي: ګورنر فيصل كريم كنډي

پېښور 27 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د محرم الحرام هجري كال 1447 مياشت په ليدلو خپل پېغام كښې د ټولو مكتبه فكر مسلمانانو ته په دې مياشت كښې د اتحاد، همغږۍ او ورورولۍ درس وركړېدے ۔ خپل پېغام كښې ده ووئيل محرم نه يوازې د اسلامي تاريخ يوه عظيمه او مقدسه مياشت ده بلكې دا مونږ له د قربانۍ٬ زغم٬ حق وېنا او د ظلم په ضد د ودرېدو پېغام راكوي۔ دے ټولو علماٶ، ذاکرينو، خطبانو او وګړو ته اپيل وكړو چې ھغوي دې د محرم د تقدس له مخې د برداشت، روادارۍ او د فرقو ترمينځه همغږۍ او همكارۍ ته وده وركړي۔ ده ووئيل په اوسنۍ وضعه كښې هېواد دښمن عناصر د اړي ګړي خپورولو هڅې كولې شي٬ دې لپاره به ټولو مكاتب فكر له د يو بل د جذباتو احترام كولو سره د اتحاد څرګندونه كول وي۔