د اسمبلۍ د كوم غړي د تقرير يو لفظ يا اقتباس حذف كولو اختيار يوازے سپيكر او چيئر لري: سپيکر سردار اياز صادق

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د اسمبلۍ د كوم غړي د تقرير يو لفظ يا اقتباس حذف كولو اختيار يوازے سپيكر او چيئر لري، د اپوزيشن د كوم هم غړي پروډکشن آرډر يو ساعت تاخير سره هم نه دې جاري شوے۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ د غونډې په پېل كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان، پخواني سپيکر اسد قېصر او بيرسټر ګوهر علي خان لخوا د پورته كړې شوې نكاتو په ځواب كښې ده د اسمبلۍ د قواعد او ضوابط د قاعده 284 حواله وركولو سره ووئيل چې د اسمبلۍ د كوم غړي د تقرير يو لفظ يا اقتباس حذف كولو اختيار يوازې سپيكر او چيئر ته ترلاسه دے د دې نه علاوه د اسمبلۍ سېکرټرېټ عمله كښې يو تن داسے نشي كولې۔ د پروډکشن آرډرز په حواله ده ووئيل چې د سپيكر د كرسۍ اصل طاقت د ايوان غړي دي د يو غړي پروډکشن آرډر يو ساعت تاخير سره هم نه دې جاري شوے٬ د دې نه وروسته اپوزيشن غړو په ايوان كښې نعرې بازي پېل كړه او د سپيكر د ډائس په وړاندې ئې احتجاج وكړو او د بجټ دستاويزات يۍ په هوا كښې پورته كړل۔ په دې موقع د خزانې وزير په ايوان كښې ضمني مطالبات زر منظورۍ لپاره وړاندې كړل۔