د خيبر پښتونخوا وزيراعلٰی په هدايت فلډ سيل جوړ كړے شو

پېښور27جون(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور په هدايت فلډ سيل جوړ كړے شو۔ د وزيراعلٰی وياند فراز احمد مغل له مخې د سېلاب يا بېړنې صورتحال په اړه اطلاع له دې ټېليفون نمبرز 923409418852+، 1177 وكارولې شي۔ اولس دې د پشكال په مهال خوړونو او دريابونو او كوزو سيمو څخه لرې پاتې شي ٬ د ضلعي انتظامې په هدايات دې عمل وكړي۔ اولس ته خواست دے چې د پشكال په مهال كوم هم سفر څخه وړاندې د سيمې موسمي صورتحال څخه ځان خبر كړي۔ د سختو بارانونو يا سېلاب خطر نظر كښې نيولو سره دې په احتياطي تدبيرونو سختۍ سره عمل وكړې شي