
اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په سوات درياب كښې د خوازه خېله په مقام سېلاب كښې د سېلګرو په حق رسېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د حق رسېدليو كسانو بخښنې او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔وزيراعظم په پېښه كښې بې د دركه كسانو د زر لټون كولو او اين ډي اېم اے٬انتظاميې او رېسكيو ادارو ته دريابونو او خوړونو ته د نزدې حفاظتي تدبيرونو لا مربوط كولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم په سوات كښې د سېلاب له امله د ګېر شويو سېلګرو رېسكيو كولو له د اېن ډي ايم اے٬انتظاميې او رېسكيو چارواكو هڅې وستائېلې