
اسلام آباد۔27 جون(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره په پاكستان كښې د امريكا لنډ مهالې سفيرې نېټلی بېکر مهم ملاقات وكړو او ده سره يۍ د شريكې خوښې په چارو ٬ په پاك امريكا اړيكو او په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د ترھګرۍ نشه اي توكو مخنيوي لپاره په ګډه د كار په كولو هم خبرې وشوې۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په سيمه ايزه وضعه او د فيلډ مارشل عاصم منېر امريكائي صدر ډولنډ ټرمپ سره په شوي ملاقات هم تفصيلي خبرې وشوې۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د اسرائيل ايران جنګ بندولو د صدر ډونلډ ټرمپ د غېر معمولي قيادت او مخلصانه هڅو ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل پاک هند څخه وروستو د ایران اسرائیل سیز فائر حوالې سره به د امريكائي صدر فعاله كردار تر اوږدې مودې ياد ساتلې شي۔ وفاقي وزير محسن نقوی هيله ولرله چې امريكائي صدر به غزہ كښې روان جنګ هم بند كړي۔ ده ووئيل پاكستان تل د كشمير په شمول ټولې ستونزې د مذاكراتو د لارې حل كولو كښې خوښي لري۔ پاكستان امن لپاره پورته كېدونكي هر قدم ته هركلے وايي۔ د امریکا لنډ مهالې سفير نېټلی بېکر په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان د سفارتي هڅو ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان زمونږ ملګرے هېواد دے۔ دې ووئيل امريكا پاكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي