د پاكستان معاشي پرمختګ لپاره به مونږ ټولو له په ګډه كار كول وي٬ د بجټ په منظورۍ كښې په مهم كردار ترسره كولو د ټولو اتحادي ګوندونو مننه كوم: وزيراعظم

اسلام آباد۔27 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې مونږ ټولو له به د پاكستان معاشي پرمختګ لپاره شپه او ورځ خواري كول وي٬ د بجټ په منظورۍ كښې په مهم كردار ترسره كولو د ټولو اتحادي ګوندونو مننه كوم۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د بجټ 2025 له منظورۍ څخه وروستو د سېنېټ او قومي اسمبلۍ غړو سره ملاقات وكړو۔ په دې موقعه وزيراعظم ووئيل چې د اولس دوست بجټ په تيارولو كښې معاشي ډلې شپه او ورځ خواري وكړه۔ وزیر اعظم د قومي اسمبلۍ غړو سره خپلو خبرو كښې ووئيل زه د ټولو اتحادي ګوندونو مننه كوم د كومو مشاورت سره چې د اولس د هيلو ترجماني كوؤنكے بجټ وړاندے كړے شو۔ د بجټ منظورولو په مهال د خپل كردار په ترسره كولو د اتحادي ګوندونو مننه كوم۔ وزیراعظم ووئيل اوس به مونږ ټولو له د پاكستان معاشي پرمختګ لپاره شپه او ورځ خواري كول وي۔ ده ووئيل په پاكستان د هند لخوا جواز نه لرونكي جارحيت كښی پروردګار مونږ ته كاميابي راكړه۔ وزیراعظم ووئيل پاك پوځ ٬ ټولې سياسي مشرتابه ٬ اولس ٬ سول سوسائټۍ او ميډيا د يووالي څرګندونه كولو سره دښمن په خپلو ناپاك عزائمو كښې ناكامه كړو۔ د پاكستان بريا سره په نړۍ كښې د پاكستان وقار زيات شو۔ وزیراعظم ووئيل د بلاول بھټو زرداری په مشرۍ كښې سفارتي پلاوي د پاكستان دريځ په ډاګه كړو۔ د سفارتي پلاوي نه يوازې په نړيواله كچه ستائنه وشوه بلكې سمندر پورې پاكستانيانو پلاوي ته په زړه پورې هركلې هم ووې او په سفارتي او پوځي بريا يۍ حكومت او پاك پوځ ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزیراعظم ووئيل په ايران د اسرائيلي جارحيت په مهال پاكستان ايراني حكومت او ورور اولس سره په هره كچه د يووالي څرګندونه وكړه۔ د جنګ په مهال ايراني مشرتابه او په خاص توګه صدر ډاکټر مسعود پزیشکیان سره رابطه كښې پاتے شوم۔ وزیراعظم ووئيل د اسرائيل ايران شخړې حل كېدو سره به په منطقه كښې د امن او سوكالۍ دروازې پرانستې شي۔ د سېنټ چيئرمېن ٬ وفاقي كابينې او د سېنټ او قامي اسمبلۍ ګڼ شمېر غړو په غونډه كښې ګډون وكړو