په غزه كښې كوچينان د خوراك سخت كمي سره مخ دي: ورلډ فوډ پروګرام

ملګري ملتونه ۔27جون (اے پی پی) د ملګرو ملتونو ورلډ فوډ پروګرام (ډبلیو اېف پی) خبردارې وركړې دې چې په غزه كښې د روزانه په بنياد 112 كوچنيان د خوراك سخت كمي سره مخ دي۔ ډبلیو اېف پی وئيلي چې د غزه په تړانګه كښې زياترې كورنۍ د يو وخت خوراك په كولو ژوند كوي او په درې كښې يوه كورنۍ ټوله ورځ له كوم خوراك څښاك كولو نه غېر تېروي۔ ډبليو اېف پي زياته كړی چې بالغ كسانو د معمول له مخې خوراك پرېښودلې دې دغسې چې مشرانو وګړو او كوچنيانو ته خوراك وركړے شي۔ له جنورۍ مياشتې څخه تر دې دمه نزدې 112 ماشومان د روزانه په بنياد د خوراك سخت كمي سره مخ دي۔ ایجنسۍ وئيلي چې د خوراك د سخت كمي له امله د غزه وګړي د روزانه په بنياد خپل ځانونه خطر كښې اچولو سره د خوراك كم مقدار په خوړولو مجبور دي۔