د سيټلائټ انټرنيټ آسانۍ سره د پاكستان هر وګړي ته د دې رسول باوري كيدے شي۔ وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئېلي دي چې د سيټلائټ انټرنيټ آسانۍ سره د پاكستان هر وګړي ته د دې رسول باوري كېدې٬ شي۔ ډيجيټل معيشت٬ ډيجيټل سوسائټي او ډيجيټل ګورننس لپاره د ډيجيټل نېشن اېكټ منظوري سنګ ميل دے۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ انډسټري ګول ميز كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل چې دا كنفرنس د ډيجيټل پالېسو بنياد اېښودونكې مشاورت دے٬انټرنېټ اوس يوازې آسانۍ نه بلكې يو لائف لائن او د قومي پرمختګ بنيادي جزو دے۔ دې ووئيل چې ايس سي او او د يو اېس اېف په څير ادارې تر لرې پرتو سيمو د انټرنيټ آسانۍ رسولو كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ شزا فاطمه خواجه ووئيل د سيټلائټ انټرنيټ آسانۍ سره د پاكستان هر وګړي ته د دې رسول باوري كېدې٬ ډيجيټل معيشت٬ ډيجيټل سوسائټي او ډيجيټل ګورننس لپاره د ډيجيټل نېشن اېكټ منظوري سنګ ميل دے٬د وزيراعظم شهباز شريف وژن د ډيجيټل پاكستان تشكيل دے۔ټولو اسټيك هولډرز سره دې په ګډه عملي اقدامات وكړې شي۔ دې ووئيل وزيراعظم هره اونۍ په كېش لېس اكانومي د ټاسك فورس غونډې مشري كوي۔