قامي اسمبلۍ مالي كال 26-2025 لپاره د 17 زره 573 اربه روپو حجم وفاقي بجټ منظوري وركړه

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ مالي كال 26-2025 لپاره د 17 زره 573 اربه روپو حجم وفاقي بجټ ځېنې بدلونونو سره منظوري وركړه۔ په بجټ كښې سركاري ملازمينو لپاره په تنخواه ګانو كښې 10 او په پنشن كښې 7 فيصده اضافه شوې ده٬ تنخواه دارې طبقې ته په بجټ كښې واضح ريليف وركړے شوے دے٬ د اېف بي آر د ټېكس محصولاتو حجم 14 زره 131 اربه روپۍ او نان ټېكس ريونيو هدف 5 زره 147 اربه روپۍ مقرر كړے شوے دے، په تنخواه ګانو كښې موجوده تفاوت ختمولو لپاره اهل ملازمينو ته به 30 فيصده ډسپيريټي ريډکشن الاٶنس وركولې شي او وسله والو ځواكونو ته په هېواد كښې د امنيتي خطرو په مهال د پولو تحفظ لپاره د ستائنې وړ خدماتو په اعتراف كښې افسرانو او ځوانانو لپاره سپيشل ريليف الاٶنس وركړې شوے دے۔ د زيارت په ورځ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب د جولائي وړومبۍ نېټې كال 2025 څخه پېل كېدونكې مالي كال لپاره د وفاقي حکومت مالي تجويزونه عملي كولو او په ځېنې قوانينو كښې بدلون كولو له د مالي كال په بل 2025 د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ په رپورټ شوې صورت كښې په سمدستي توګه غور كولو لپاره تحريك وړاندې كړو٬ د دې د اپوزيشن لخوا مخالفت وكړے شو۔ د اپوزيشن لخوا سردار لطيف کھوسه، بيرسټر ګوهر علي خان، جنېد اکبر خان، عاطف خان، عاليه کامران، امير سلطان، زرتاج ګل وزير، ملك عامر ډوګر، شاهده اختر علي او د اپوزيشن نورو غړو ووئيل په بجټ كښې زراعت او كفايت شعارۍ ته پام ګرځولے شوے نه دے٬ د سرمايه دار او بې وزله دواړو طبقو خلق د هېواد نه بهر تللو كښې خوښي لري٬ په پټروليم کاربن ليوي لګولو سره به ايندھن ګران شي او په هېواد كښې به څيزونه نور هم ګران شي٬ په كوچنو ګاډو ډيوټيز لګولو سره د مېنځنۍ طبقې د ګاډي اخستو طاقت ختم شوے دے٬ په بجټ كښې ټېکس خو لګولے شوې دي خو د اصلاحات ذکر نشته٬ په ايف بي آر كښې د اصلاحاتو په ځائ د دوي اختيارات زيات كړې شوې دي٬ د هائي برډ ګاډو ډاډګيرانه كولو په ځائ د ټېكس نفاذ سم نه دے، د تجديد وړ توان په څانګه كښې په سولر پينلز 10 فيصد ټيکس هم پكار نه دے٬ د سرکاري ملازمينو د كنډو پنشن تر لس كالو محدود كول هم سم نه دي ٬ د صنعتونو او ايکسپورټس په اړه اقدامات نشته٬ په بجټ كښې معروضي حالات نظر انداز كړے شوې دي۔ اسد قيصر ووئيل مونږ رانا ثناء ته تجويز وركړے دے د فاټا او پاټا په اولس دې ټېكس ونه لګولے شي٬ شهريار آپريدي ووئيل قبائل د هېواد د دفاع فرسټ لائن دي د دغه ځايونو د آئي ډي پيز هر څه ويجاړ شوي دي٬ كله چې ھغوي خپلو خونو ته ستانه كېږي نو ھغوي څخه د لينډ ريونيو ريکارډ طلب كېږي كوم چې زياتې دے ٬ سپيکر په مالي بل غور كولو له تحريك ايوان ته وړاندې كړو نو ايوان په يوه خله منظور كړو٬ د خزانې وفاقي وزيرد اپوزيشن د ټولو بدلونونو مخالفت وكړو په دې سبب ايوان د اپوزيشن ټول بدلونونه مسترد كړل او د خزانې وزير لخوا وړاندې كړې شوې بدلونونه په يوه خله منظوركړې شول٬ په يوه موقع اپوزيشن چې كله د رائيو شمېره چېلنج كړه نو په ايوان كښې 201 غړو د حكومت د بدلون په حق كښې او د اپوزيشن 57 غړو د دې په مخالفت كښې ووټ وركړو دغسې حكومتي بدلونونه په اكثريت سره منظور كړې شول ۔ د دې نه وروسته د تحريك د منظورۍ نه پس په جلا فهرست كښې د درج بدلونونو منظوري واخستې شوه٬ د سېنېټ لخوا استولې شوې تجويزونو كښې هم ځېنې تجويزونه د بدلون نه ورسته د مالي بل برخه جوړ شول٬ د مالي بل د شق وار منظورۍ نه وروسته د خزانې وزير د جولائي وړومبۍ نيټې كال 2025 څخه پېل كېدونكې مالي كال لپاره د وفاقي حكومت مالي تجويزونه عملي كولو او په ځينې قوانينو كښې د بدلون كولو مالي بل 2025 منظورۍ لپاره وړاندې كړو او ايوان د دې منظوري وركړه۔ په مالي كال 26-2025 كښې د پي آئي اے او روزويلټ هوټل، جينکوز او ډسکوز په څېر د كليدي اثاثو د نجكارۍ عمل به بشپړولې شي ٬ يو نوې کلين فنانسنګ فيسلټي پروګرام پېل كوٶ چې له مخې به ئې بېنك كوچنو كروندګرو ته د ضمانت نه غېر تر يو لك روپو قرض وركولے شي كوم چې به د ډيجيټل سسټم د لارې د كروندګرو اي والټس كښې ټرانسفر كولې شي او دې سكيم څخه به 7.5 لكه كروندګر ګټه پورته كوي٬ د مالي كال 2025-26ء لپاره د اقتصادي ترقۍ شرح 4.2 فيصد امکان دے۔ د افراط زر اوسط شرح 7.5 فيصده متوقع ده۔ د بجټ زيان د جي ډي پي 3.9 فيصده او پرائمري سرپلس به د جي ډي پي 2.4 فيصده وي، د اېف بي آر د محصولات اندازه14 زره 131 اربه روپۍ ده كومه چې د روان مالي كال څخه 18.7 فيصده زياته ده٬ وفاقي محصولاتو كښې به د صوبو برخه 8 زره 206 اربه روپۍ وي٬ د وفاقي نان ټيکس ريونيو هدف 5 زره 147 اربه روپۍ مقرر كړے شوے دې، د وفاقي حکومت خالص آمدني به 11072 اربه روپۍ وي٬ د وفاقي حکومت د مجموعي خرڅونو اندازه 17,573 اربه روپۍ ده چې پكښې به 8,207 اربه روپۍ د سود ادائيګۍ لپاره مختص وي۔ د وفاقي حكومت د روانو خرڅونو تخمينه 16,286 اربه روپۍ ده٬ وفاقی حکومت سرکاری پرمختيائي پروګرام لپاره 1,000 اربه روپۍ بجټ بېل كړے دے۔ د هېواد دفاع لپاره 2,550 اربه ٬ د سول انتظامیې خرڅونو لپاره 971 اربه ٬ د پنشن خرڅونو لپاره 1,055 اربه او نورو څانګو لپاره د سبسډي په توګه 1,186 اربه روپې بېلې كړې شوي دي۔ د ګرانټس په مد كښې 1,928 اربه او راروان مالي كال كښې بی آئی اېس پی لپاره 716 اربه روبۍ بېلې كړې شوي دي كومې چې د تېر كال په مقابله كښې 21 فيصده زياتې دي۔ په روانو خرڅونو كښې آزاد جموں وکشمیر لپاره 140 اربه روپۍ، ګلګت بلتستان لپاره 80 اربه روپۍ، د خېبر پښتونخوا ضم شوو ضلعو لپاره 80 اربه روپۍ او بلوچستان لپاره 18 اربه روپۍ بېلې كړې دي۔ د هزاریه پرمختيائي هدفونو لاندې وفاقي حكومت د پی اېس ډی پی 2025-26ء په مجموعي 1000 اربه روپو كښې 328 اربه روپۍ فنډز ټرانسپورټ انفراسټرکچر منصوبو لپاره بېلې كړې دي۔ د وزیراعظم په خصوصي هدايت کراچۍ څخه تر چمن د بلوچستان 813 کلومیټر سترې لارې لپاره 100 اربه روپۍ بېلې كړې دي۔ دغسې سکھر۔ حېدر آباد موټروے لپاره 15 اربه روپۍ بېلې كړی دي۔ د تھر کول رېل کنکټویټی پراجېکټ په وخت بشپړ كولو لپاره 7 اربه ٬ د ګډانی شپ بریکنګ اپ ګرېډېشن منصوبې لپاره 1.9 اربه ٬ د مالی كال 2025-26ء په پرمختيائي پروګرام كښی د توان څانګې 47 پرمختيائي سكيمونو له 90.2 اربه روپۍ بېلې كړې دي۔ د واپډا لخوا پېل كړې شوې د صفا ٬ د تجديد وړ او پن برېښنا پېداوار منصوبو لپاره 672 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ د آزاد جمو وكشمير او ګلګت بلتستان د توان ضرورتونه محسوسولو سره په دغه سيمو كښې د پن برېښنا 5 سكيمونو له 3 اربه روپۍ بېلې كړې شويدي۔ په ګلګت بلتستان كښې د ځايي ګرډ جوړولو په فېزون كښې 1.2 اربه روپۍ بېل كړې شويدي چې مقصد يۍ په څلورو ضلعو ګلګت، هنزہ نګر، سکردو او استور كښې دبرېښنا طلب ترسره كول دي۔ په چين كښې د 1,000 زرعی ګرېجوئېټس صلاحیت سازۍ لپاره د وزيراعظم د اقدام لاندې بېلو صوبو او منطقو څخه ځوانان پاکستانی زرعی ګرېجوېټس د يو بشپړ فنډډ تربيتي پروګرام لاندې چين ته لېږلې شي۔ دې سره سره په مالي كال 2025-26ء كښې د پومبې او لائيوسټاك بحالۍ ته خاص پاملرنه كولې شي ٬ ددې روانو لس سكيمونو او 5 نوې منصوبو لپاره 4 اربه څخه زياتې روپۍ بېلې كړې شويدي۔ د لوړو زده كړو په مد كښې اېچ ای سی ته 170 منصوبو لپاره 39.5 اربه روپۍ وركړې شوي دي۔ سائنس وټېکنالوجی لپاره په مالي كال 26-2025 كښې 31 روانو سكيمونو لپاره 4.8 اربه روپۍ بېل كړې شوي ي۔ د وزيراعظم به هدايت نوې دانش سكولونو لپاره ټولې 9.8 اربه روپۍ بېل كړې شويدي۔ په تتنخواه داره طبقه د ټېكسونو بوج كمولو سره د آمدنۍ په ټولو سلېبس كښې د انكم ټېكس په شرحو كښې ښكاره كمې شوې دې۔ د 6 لكه څخه تر 12 لكه روپو تنخواه په اخستونكو د ټېكس شرح 5 فيصد څخه كمولو سره 1 فيصد كړې شوې ده۔ د 12 لكھ څخه تر 22 لکھ روپو په تنخواه 6 زره روپۍ فكسډ او 12 لكه څخه په زياته تنخواه 11 فیصد ټېكس نافذ كړې شوې دې۔ 22 لکه څخه په 32 لکھ روپو كلن ټېكس 116 زره روپۍ فكس او 22 لکه روپو څخه په زيات رقم 23 فیصد، 32 لکه څخه تر 41 لكه روپو په كلنه تنخواه 3 لکه 46 زره روپۍ فكسډ او 32 لکه روپو څخه په زيات آمد 30 فیصد اضافی ټېكس لګولې شوې دې۔ 41 لکه روپو څخه په زياته كلنه تنخواه 6 لکه 16 زره روپۍ فكسډ ټېكس او 41 لکه روپو څخه په زيات آمدن 35 فیصد اضافی ټېكس لګولے شوے دے۔ دغسې تر يو كروړ روپو په كلن پنشن ټېكس لګولے شوے نه دے او يو كروړ څخه په زيات 5 فيصد ټېكس لګولے شوے دے۔ په هېواد كښې د برېن ډرين مخنيوي لپاره يو كروړ روپو څخه په زيات آمدن لرونكو غړو سر چارج كښې د يو فيصد كمې شوې دې۔ 20 كروړه څخه تر 50 كروړه كلن آمدن ترلاسه كوؤنكو كارپورېشنز لپاره د ټېكس په شرح كښې 0.5 فیصد كمې شوې دې۔ د جائیداد په اخستلو د ودهولډنګ ټېکس شرح 4 فیصد څخه كمولو سره 2.5 فیصد او 3.5 فیصد څخه كمولو سره 2 فیصد او 3 فیصد څخه كمولو سره 1.5 فیصد كړې شوې ده۔ په کمرشل جائیدادونو ، پلازو او د كورونو په منتقل تر 7 فیصد فېډرل اېکسائز ډيوټي ختمه كړې شوې ده۔ د اسلام آباد په حدود كښې د جائيداد په اغستو سټامپ پېپر ډیوټی 4 فیصد څخه كمولو سره يو فيصد كړې شوې ده۔ په انکم انټرسټ د ټېكس شرح 15 فيصده څخه زياتولو سره 20 فيصده كړې شوې ده۔ په نان فائلرز د نقد رقم په راويستلو د ټېكس شرح 0.6 فیصد څخه زياتولو سره 1 فیصد كړې شوې ده۔ د سولر پېنل په درآمداتو د 10 فیصد شرحې سره ټېكس لګولے شوے دے۔ حكومت د خپلو مالي ستونزو باوجود سركاري ملازمينو لپاره د ريليف اقداماتو پرېكړه كړې ده۔ ګریډ 1 څخه تر 22 ټولو ملازمينو په تنخواه كښې 10 فیصد، د ريټائرډ ملازمينو به پنشن كښې 7 فیصده اضافه كړې ده۔ معذور ملازمینو لپاره خصوصي کنونس الائونس 4 زره څخه زياتولو سره 6 زره ته رسولې شوې دې۔ اهل ملازمینو ته د 30 فیصد شرحې سره د ډسپیرټی ریډکشن الاؤنس وركولو پرېكړه شوې ده۔ په هېواد كښې امنيتي وضعه خطرو سره مخ ده او وسله والو ځواكونو د پولو تحفظ له د ستائنې وړ ګامونه پورته كړيدي۔ ددې خذماتو په اعتراف كښې د وسله والو ځواكونو ځوانانو او سولجرز/جے سی اوز لپاره سپېشل ریلیف الاؤنس وركړے شوے دے۔