
صوابۍ۔ 26 جون (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې د تحقیق او جدت د لارې د موسمياتي بدلونونو ٬ فوډ سيكيورټي او تلپاتي توان په څير د ځايي او نړيوالو چېلنجونو مقابله كيدے شي۔ د زيارت په ورځ په صوابۍ كښې د غلام اسحاق خان انسټیټیوټ کانوکېشن 2025 ته خطاب كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د غلام اسحاق خان انسټی ټیوټ د مجموعی کارکردګۍ او د بېلو څانګو د مثالي خذماتو ستائنه كوم٬ لوړې زده كړې زمونږ د هېواد د روښانه سباؤن ضمانت دي۔ ده ووئيل د ټېكنالوجۍ څانګه د پرمختګ رفتار په زياتولو كښې مرستياله ثابتيږي۔ ده ووئيل د پاكستان ډیجیټل اکانومی كښې بهتري رامخې ته شوې ده ، د فری لانسنګ په څانګه كښې زمونږ هېواد په نړيواله كچه په څلورم لمبر دے۔ ده ووئيل د تحقيق او جدت د لارې د موسمياتي بدلونونو ٬ فوډ سيكيورټي او تلپاتي توان په څير د ځايي او نړيوالو چېلنجونو مقابله كيدے شي۔ ده ووئيل کانووکېشن د زده كوؤنكو په ژوند كښې د يو نوي سفر پېل دے۔ د سېنېټ چيئرمېن د بورډ آف ګورنر صدر انجینیئر سلیم سېف خان، اېګزېکټو ډائرېکټر شکیل درانی او نورو منتظمينو مننه وكړه۔ ده د سائنس د زده كړو ٬ تحقيق او ترقۍ په خذماتو انسټيټيوټ ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په کانووکېشن كښې د سېنېټ چيئرمېن زده كوؤنكو ته سندونه وركړل۔ په دې موقعه د بورډ آف ګورنر صدر انجنیئر سلیم سېف خان د سېنېټ چيئرمېن مننه وكړه۔ په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاکستان له به د خو انحصارۍ تګلاره خپلول وي۔ غلام اسحاق خان يوه اداره د يو مشن لمخې جوړه كړه۔ ده ووئيل زياته ذمه واري د زده كوؤنكو ده۔ د فېکلټی ھڅې د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د فارغ شوو زده كوؤنكو هلكانو او انجونو مور پلار د مباركۍ مستحق دي۔