
اسلام آباد۔26جون(اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداری په بجټ كښې د پيپلز ګوند د تجويزونو او سفارشاتو په منلو د وزيراعظم ٬ د خزانې وزير او حكومتي ډلې مننه كولو سره وئيلي دي چې پيپلز ګوند د بجټ بشپړ ملاتړ كوي او د بجټ په منظورولو كښې به د حكومت مرسته كوي۔ د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د علي اېم خان لخوا د پورته كړی شوو نكتو په ځواب كښې بلاول بهټو زرداري ووئيل حکومت د بجټ په اړه د پيپلز ګوند تجويزونه او سفارشات منلې دي ٬ له دې كبله مونږ د بجټ بشپړه ملاتړ كوؤ۔ ده ووئيل موجوده حكومت د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام په بجټ كښې 20 فيصده اضافه كړې ده۔ ده ووئيل حكومت په تنخواه داره طبقه د ټېكسونو په بوج كښې د كمي حوالې سره هم د پيپلز ګوند تجويزونه منلې دي۔ دغسې زمونږ په غوښتنه په سولر پېنلز د ټېكس په شرح كښې 50 فيصده كمې كړې شوې دې۔ ده ووئيل اپوزيشن چې په بجټ كوم اعتراضونه كړي په هغې مونږ مثبت سياست كړې او خپل كردار مو ترسره كړے۔