
اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره په قامي اسمبلۍ كښې د اپوزيشن غړي اقبال آپريدي ليدلي۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په ايوان كښې د بجټ منظورۍ په موقع وزيراعظم سره اقبال آپريدي ملاقات وكړو۔ د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري هم په دې موقع موجود ٶ۔ اقبال آپريدي په ايوان كښې په بجټ د بحث په مهال او په فنانس بل كښې د بدلون بحث په موقع په پخوانې فاټا او پاټا د ټېكس نه لګولو په ضرورت زور راوړو۔