د نشه اي توكو په ضد جنګ ګډ مسوؤليت دے٬ د دے ناسور ختمولو لپاره به ټولشموله اقدامات كول وي: د بلوچستان وزيراعلٰی

كوئټه 26 جون (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د نشه اي توكو مخ نيوي ورځ په مناسبت سره وئېلي دي چې د نشه اي توكو په ضد جنګ ګډه ذمه واري ده٬د دې ناسور ختمولو لپاره به ټولشموله اقدامات كول وي۔ د نشه اي توكو خاتمه د ځوان كول د تحفظ او روښانه سباؤن ضمانت دے۔د بلوچستان وزيراعلٰی ووئيل چې بلوچستان كښې د نشه اي توكو د مخ نيوي عزم لرؤ٬موجوده صوبائي حكومت د بلوچستان د تاريخ تر ټولو لويې اينټي ناركوټيكس آپرېشن كړې۔ مير سرفراز بګټي ووئيل چې د فعاله كاروائيو په نتيجه كښې د تېر يو كال په مهال په 5 زره اېكړه زمكه كرلې شوې د كوكنار فصلونه تلف كړې شوي دي۔ د نشه اي توكو عادي كسانو بحالۍ لپاره په ټولو ضلعو كښې د بحالۍ مركزونه جوړولې شي۔