اسلام آباد 26 جون (اے پي پي)د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير ميا رياض حسين پيرزاه سره د مسابقتي كمېشن آف پاكستان چيئرمين ډاكټر كبير احمد سدهو سي سي پي هيډكوارټرز كښې ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال د مسابقتي كمېشن چيئرمېن وفاقي وزير د اوسني انفورسمنټ اقداماتو نه خبر كړو۔ ميا رياض حسين پير زاده د سي سي پي په فعاله كاركردګۍ په خاص توګه د زير التوا مقدمو په ترسره كولو ٬ د لګولې شويو جرمانو وصولۍ په باوري كولو او د مهم اداره جاتي اصلاحاتو په نفاذ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده په كمېشن كښې د سېنټر آف اېكسيلنس جوړول٬بين الادارتي رابطې او د عملې د كار استعداد زياتولو لپاره تربيتي پروګرام او نور اصلاحات وستائېل۔