پاکستان ګرده نړۍ كښې تشدد ځپليو سره يو برابر ولاړ دے ٬ تشدد ختمولو او بشري عزت په ځاې ساتلو له د خپل بشپړ عزم پخلے كوي۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) پاکستان ګرده نړۍ كښې تشدد ځپليو سره يو برابر ولاړ دے ٬ تشدد ختمولو او بشري عزت په ځاې ساتلو لپاره د خپل مسلسل او بشپړ عزم پخلے كوي، مقبوضه فلسطيني سيمو او د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو و كشمير كښې اولس د قابض قوتونو لخوا بدترين تشدد ٬ ظالمانه او غېر انساني سلوك سره مخ كولې شي۔ د زيارت په ورځ خارجه دفتر د تشدد ځپليو ملاتړ نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې ووئيل چې اسلام د هر انسان حرمت او عزت په ځاې ساتي٬ تشدد يا ظالمانه٬ غېر انساني او سپكوونكې سلوك يو عمل هم د انصاف٬ رحم او همدردۍ ھغه اقدارو سره سمون نه خوري كوم چې په اسلامي تعليماتو كښې مركزي حيثيت لري۔ ده ووئيل پاكستان د دې اقدارو او د خپل نړيوال مسوؤليت په لارښودنه كښې د تشدد خاتمې او د ټولو كسانو تحفظات قوي كولو عزم لري۔ وياند ووئيل احتساب باوري كول او د قانون حكمراني په ځاې ساتلو لپاره د پاكستان لخوا قانوني اصلاحات، اداره جاتي تحفظات او د نګرانۍ طريقه كار قوي كېږي او د ځپليو طبي، قانوني ٬ نفسياتي او سماجي مرستې لپاره هم اقدامات كېږي۔ وياند ووئيل پاکستان د غېر ملکي قبضې په حالاتو كښې جبر د تشدد د يوې آلې په توګه په پراخا كچه كارول سخته اندېښنه لري۔ وياند زياته كړه چې مقبوضه فلسطيني سيمو او د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو و كشمير كښې اولس د قابض قوتونو لخوا بدترين تشدد ٬ ظالمانه، غير انساني او سپكوؤنكې سزا او سلوك سره مخ كېږي۔ وياند د دې ورځ مناسبت سره د پاکستان د ھغه غوښتنې پخلې وكړو چې نړيواله ورورولي دې د دې قابض قوتونو د جرمونو غندنه او دوي احتساب وكړي او دې سره سره دې د تشدد او جبر ځپليو مرسته وكړي۔