
اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) تجارت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال رانا احسان افضل خان د زيارت په ورځ د نېشنل ټېرف کمېشن (اېن ټي سي) اسلام آباد دوره كړې دغسې چې د دې مېنډېټ، آپرېشنل صلاحيت او د اداره جاتي صلاحيت جاج واخستے شي۔ دا خبره د زيارت په ورځ په جاري خبر پاڼه كښې شوې۔ رانا احسان افضل خان د اېن ټي سي د كار ستائنه وكړه او كمېشن قوي كولو لپاره ئې د حكومت د عزم پخلې وكړو۔