د قامي اسمبلۍ سپيکر سره د نيب چيئرمين ليفټيننټ جنرال (ر) نذير احمد بټ وليدل

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د نېب چيئرمېن ليفټيننټ جنرال (ر) نذير احمد بټ د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلي٬ په دې موقع سپيكر ته د نېب كلن رپورټ 24-2023 وړاندې كړې شوې۔ د قامي اسمبلۍ ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې سپيكر سردار اياز صادق نېب ته د 5311 اربه روپو په تاريخي ريکوري پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د نېب بې مثال ريكوريز د ادارې د غېر جانبداره او موثره كاركردګۍ ثبوت دے۔ په دې موقع د نېب چيئرمېن اداره د ماډل جوړولو د عزم پخلي كولو سره ووئيل چې نېب كاروبار فرېنډلي جوړولو لپاره خاص اقدامات كړې دي۔ سپيكر ووئيل چې نېب د کاروباري ورورولۍ اعتماد كښې اضافې لپاره هڅې كوي دغسې چې هېواد د معاشي او اقتصادي پرمختګ په لاره روان كړے شي۔