د موسمياتي بدلون او نیشنل کریډټ ګارنټی کمپنۍ ترمينځه د 10 اربه روپو په ګرين فنانسنګ لوظنامه اتفاق

اسلام آباد۔26جون(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك او د نېشنل کرېډټ ګارنټی کمپنی لمېټډ چیف اېګزېکټو آفیسر عمار حبیب ترمينځه ملاقات كښې په پاكستان كښې ګرین ډوېلپمنټ ته وده وركولو لپاره په ممكنه مالیاتی اشتراک اصولي اتفاق وكړے شو۔ د زيارت په ورځ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستان کرېډټ رېټنګ اېجنسۍ لخوا AAA رېټنګ ترلاسه كوؤنكې اېن سی جی سی اېل ګرین فنانسنګ لپاره د 10 اربه روپو مالي مرستې په كولو رضا مندي ښكار كړې ده كومه به چې د يو منظم ګارنټي پروګرام لاندې وركولې شي۔ وفاقی وزیر ډاكټر مصدق ملك دا مرسته د “ګرین فنانسنګ” په مركزي چوكاټ كښې شاملولو او د ماحولياتي هدفونو په ترلاسه كولو كښې د نجي څانګې شراكت متحرك كولو پلو يو مهم ګام وګرځولو