
ملګري ملتونه ۔26جون(اے پی پی) پاكستان د ليبيا په ټولو سټېك هولډرز زور راوړے دے چې هغوي دې سياسي مفاهمتي عمل او منقسم هېواد كښې د ادارو يو والي بحالۍ لپاره ښكاره تګلاره چمتؤ كړي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار په ليبيا كښې د ملګرو ملتونو په سپورټ مشن (یو اېن اېس اېم آئی اېل) د سلامتي كونسل بريفنګ په مهال وكړه۔ په خپل ريماركس كښې پاكستاني استازي د پاكستان لخوا په طرابلس كښې د مئي په مياشت كښې او د روانې مياشتې په پېل كښې په رامخې ته شوو نښتو اندېښنه ښكاره كړه۔ ده 15 كسيزه سلامتي كونسل ته ووئيل چې مونږ دې خبرې لپاره د لیبیا د ټولو سټېك هولډرز ډاډګيرنه كوو چې هغوي په ليبيا كښې د ملګرو ملتونو د سپورټ مشن (یو اېن اېس اېم آئی اېل) مرستې سره د بشپړ قومي مذاكراتو دلارې مسئلې حل كړي۔ پاكساني استازي په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو د اېلچي لخوا سلامتي كونسل ته غور لپاره د تګلارې وړاندې كول خوشبين وګرځول۔ ده ووئيل چې دې سره سره دې ټولو وګړو لپاره امن او د قامي وسائلو منصفانه وېش باوري كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان د ليبيا اولس سره يو برابر ولاړ دے او په ليبيا كښې امن او استحكام ته وده وركولو له به د ملګرو ملتونو په هڅو كښې فعاله كردار ترسره كوي