
ملګري ملتونه ۔26 جون(اے پی پی) پاکستان په كال 2024 كښې د ماشومانو په ضد په تشدد كښې رامخې ته شوي وحشيانه زياتوالي تر مخه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي دي په غېر ملكي قبضه كښې پاتې شوي ځوانان په خاص توګه زيات تشدد سره مخ دي او د هغوي تحفظ باوري كولو له به اقدامات كول وي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د ” كوچنيان او وسله والې شخړې په ” سرخط د 15 كسيزي سلامتي كونسل مباحثې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د كوچنيانو په ضد ريكارډ خلاف ورزۍ روانې دي۔ په دې لړ كښې هغه په خاص توګه په غزه او جمو وكشمير كښې د كوچنيانو مصيبتونو او ستونزو پلو د ګډون كوؤنكو پام وګرځولو۔ هغه ووئيل دا د سلامتي كونسل جدي ذمه واري ده چې هغه په دې پرېشانه كونكې وضعه قابو اومومي ٬ د كوچنيانو تحفظ باوري كړي او د كوم امتياز يا سياسي تحفظات نه پرته د مجرمانو احتساب باوري كړي۔ پاکستانی استازي ووئيل د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر د وروستي رپورټ له مخې په كال 2024 كښې د كوچنيانو په ضد 41,370 تصدیق شوې سنګينې خلاف ورزړۍ شوي كومې چې د تېر كال په مقابل كښې 25 فيصده زياتې دي۔ ده ووئيل د هند د 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدامات څخه وروستو وضعه لا خرابه شوې ۔ ده ووئيل مونږ د جمو وكشمير په اړه د پرله پسې رپورټنګ په حاجت زور راوړؤ چرته چې د كوچنيانو په ضد د بشري حقونو خلاف ورزۍ د معمول له مخې روانې دي۔ ده ووئيل په 6 او 7 مئی 2025 د هند لخوا ښاريزې سيمې په نخښه كړې شوي چې په نتيجه كښې يۍ 15 كوچنيان شهيدان شول۔ ده ووئيل پاكستان د كوچنيانو په ضد د دې سنګينو خلاف ورزيو د بشپړه پلټنو او راتلونكي چلډرن اېنډ آرمډ کانفلېکټ(سی اے اے سی) رپورټ كښې د دې د شاملولو غوښتنه كوي۔ د پاکستاني استازي په ريماركس خپل غبرګون كښې هندي سفير پاروتھینی هریش د نوي ډيلي د معمول تورونه تكرار كړل۔ هغه دا هم ووئيل كشمير د هند نه جلا كېدونكې برخه ده او وي به۔ پاكستاني استازي ووئيل مونږ هند څخه غوښتنه كوو چې هغه دې په خپله سرپرستۍ كښې روانه ترهګري ختمه كړي ٬ په كشميري اولس او اقليتونو روان ظلم او زياتې دې بند كړي٬ د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر او دوه اړخيزه لوظنامې له مخې دې د خپلو ذمه وارو خيال اوساتي او د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې دې د جمو وكشمير شخړې سوله ايز حل لپاره په خبرو اترو كښې شامل شي۔