
اسلام آباد۔26 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې ګډون وكړو او په ايوان كښې يۍ مصروفه ورځ تېره كړه٬ ده وزيرانو او د قامي اسمبلۍ غړو سره ملاقاتونه وكړل۔ غونډې ته د راتللو په مهال غړو په مېزونو ډبولو وزيراعظم ته هركلے اووې۔ وزیراعظم په ایوان كښې بلاول بھټو زرداري څخه د هغه خېر خېريت وپوښتلو۔ وزیراعظم سره د مسلم ليګ نن غړو د هغه په نشست ملاقاتونه وكړل۔ په ايوان كښې موجودو مېرمنو غړو هم وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ وزيراعظم سره په ملاقات كوؤنكو كښې اوېس لغاري ، خالد مقبول صدیقي، ډاكټر طارق فضل چوهدري، اعظم نذیر تارړ، رانا تنویرحسین، دانیال چوهدري او د اېم کیو اېم د قامي اسمبلۍ غړي شامل وو۔ وزیراعظم سره د پيپلز پارټي او مسلم ليګ نن اقليتي غړو او د مخالفې ډلې غړي حميد حسېن هم ملاقات وكړو۔ دغسې د پيپلز پارټي غړو كښې شګفته جماني او شاهده رحماني هم وزيراعظم سره ملاقات وكړو