
اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ايران او اسرائيل ترمېنځه جنګ بندي خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي ايراني قام د لويې جرات او مړانې څرګندونه كړې ده٬ د دې جنګ اثرات په منطقه نه په ګرده نړۍ پرېوتل وو، ايران د يووالي په څرګندونه كولو د پاكستان د سياسي او عسكري قيادت او اولس چې كومه ستائنه كړې د ھغې مثال نه ترلاسه كېږي، بجټ لپاره د ټولو اتحادي ګوندونو مرسته د ستائنې وړ ده٬ د بجټ منظورۍ نه وروستو به نوي مالي كال كښې معيشت لا مستحكم كوٶ٬ محرم الحرام كښې امن برقرار ساتل او د ورورولۍ ودې لپاره موثره اقدامات پكار دي، د ترهګرۍ خاتمې لپاره د سکيورټي فورسز افسران او ځوانان عظيمې قربانۍ وركوي، ان شاء الله دا جنګ به هم مونږ ګټو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ وزيراعظم ووئيل پاك پوځ فتنه الخوارج ته سخت ځواب وركوي٬ د دښمن په ضد به جنګ روان وي٬ زمونږ سکيورټي فورسز افسران او ځوانان عظيمې قربانۍ وركوي٬ ان شاء الله دا جنګ به هم مونږ ګټو۔ وزيراعظم ووئيل د بجټ په تيارۍ كښې ډېره خواري شوې ٬ په دې د خزانې وزير او د ھغه د ټولې اقتصادي ډلې مننه كوٶ٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار هم بشپړ معاونت كوي٬ د پيپلز پارټۍ، اېم کيو اېم او نورو اتحادي ګوندونو هم مننه كوٶ چا چې په ښه ډول ټولې چارې مخ په وړاندې بوتللي او د دوي هڅې د ستائنې وړ دي، ده ووئېل دا ځل په ايوان كښې د حکومتي غړو شمېره د اطمينان وړ ده، صدر مملکت آصف علي زرداري، د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري، وفاقي وزير عبدالعليم خان او د نورو اتحادي ګوندونو د مشرانو هم مننه كوٶ، اوس د دې بجټ ايوان څخه منظورۍ لپاره هم په تندۍ سره كار وكړئ٬ د بجټ منظورۍ نه وروستو به په نوي مالي كال كښې معيشت لا مستحكم كوٶ۔