ناټو روس اوږد مهاله خطر وګرځولو ٬ په دفاعي بجټ كښې د 500 فيصده زياتوالي امكان

برسلز۔26 جون (اے پي پي ) د ناټو غړو هېوادونو اعلان كړے دے چې تر 2035 به خپل كليز دفاعي بجټ د ټول قامي پېاوار (جي ډي پي) 5 فيصد ته رسولې شي۔ د العربيه تر مخه دي هيګ كښې د ناټو مشر مشريزې غونډې اعلاميه كښې ووئېل شول غړو هېوادونو د اجتماعي دفاع لپاره د خپل لوظ پخلي كولو سره وئېلې دي په كوم يو غړي بريد به په ټولو بريد ګڼړلې شي ۔ د اعلاميه تر مخه په ټول 5 فيصد كښې به د لږ نه لږ 5 ۔3 فيصد د دفاعي ضروريات لپاره او 5 ۔1 فيصد به د امنيت خرڅونو په توګه مصرف كولې شي۔ چې پكښې د مهمو تنصيبات تحفظ او د دفاعي صنعت مضبوطيا شامله ده۔ د ناټو لارښودو وئېلې دي دا اقدامات د زياتېدونكو امنيتي خطرو مخ نيوي لپاره ضروري دي چې پكښې په خاص توګه د اروپا او د بحر و قيانوس امنيت لپاره د روسيه اوږد مهاله خطر ” او ” د ترهه ګرۍ جاري خطرې” شاملې دي۔ د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په دې مهال د ناټو غونډه ښكاره كاميابي ګرځولو سره د اتحاد د شرېكې دفاعي پاليسۍ مرسته اعلان كړې ده۔ د ناټو سېكرټري جنرل هم د ټرمپ ستائنه كولو سره وئېلې دي “كه ټرمپ نه ؤ نو د ناټو هېوادونو به دفاعي خرڅونه تر 5 فيصده نه زياتول۔ هغه ووئېل ناټو ايران ته د جوهري وسلو د ترلاسه كولو په اجازت نه وركولو موقف قائم دے