
لاهور۔25 جون(اےپي پي) پنجاب كښې د پشكال بارانونه پېل شوي دي٬ د بارانونو وړومبۍ چپه به تر 1 حولائي دوام لري۔ د پي ډي ايم اے وياند تر مخه په زياتره ضلعو منډي بهاوالدين٬ حلفظ آباد ٬ لاهور ٬ فېصل آباد ٬ سيالكوټ ٬ ناروال ٬ ټوبه ټېك سنګه ٬ جهنګ ٬ سرګودها او ميانوالي كښې د تندو بادونو سره د پړق پړوق او د بارانونو سلسله پېل شوې ده۔ نن د زيارت ورځې نه د سوئېلې پنجاب په ملتان ٬ او بهاولنګر كښې د بارانونو پیشنګوئي شوې ده ۔ د بارانونو په اړه ريليف كمشنر پنجاب نبيل جاويد د ټولې صوبې كمشنرز او ډپټي كمشنر ته هدايات جاري كړې دي چې پكښې وئېلې شوي رېسكيو او د واسا بشمول ټولې اړوندې محكمې دې چمتو اوسي۔ د پنجاب ډي جي د پي ډي ايم اے عرفان كاټهيا وئېلې دي د اعلې وزيرې سپارښتنې تر مخه ټوله صوبه كښې انتظاميه ته د پشكال بارانونو په اړه مراسله لېږلې شوې ځكه چې سږ كال د 25 فيصده زياتو بارانونو پیشنګوئي شوې ده۔