مولانا هدايت الرحمان بلوچ د زوي په حفاظت سره كور ته په راستنېدو د بلوچستان وزيراعلٰی مننه وكړه

كوئټه 25جون (اے پی پی)د بلوچستان اسمبلۍ غړي مولانا هدايت الرحمان بلوچ د زوي په حفاظت سره كور ته په راستنېدو د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي مننه كړې ۔د مولانا هدايت الرحمان زوې دوه ورځې وړاندې بې دركه شوے ؤ كوم چې په حفاظت سره كور ته راورسېد٬مولانا هدايت الرحمان ووئيل په سخت وخت كښې په مرسته كولو او هر ممكنه مرسته د بلوچستان وزيراعلٰی پشمول د خبريالې ورورولۍ٬بېلو ادارو او تنظيمونو مننه كوو