
اسلام آباد25جون (اے پی پی) قامی اسمبلی په 30 جون 2026ء د ختميدونكې مالي كال لپاره د بېلو وزارتونو او ډويژنونو 9011 ارب 34 کروړه 33 لاکھ روپو څخه زيات 136 مطالبات زر منظور كړې دي ،د دفاع وزارت٬داخله ، خزانې، غذائی تحفظ و تحقیق، بشري حقونو ، بجلی و پټرولیم او کابینه ډویژن په اړه د اپوزیشن لخوا د کمي كولو تحریکونه وړاندې كړے شول كوم چې رد كړے شول۔د شورو په ورځ قامی اسمبلی كښې د خزانې وزارت ، داخله وزارت ، د بشري حقونو او د قامي غذائي تحفظ و تحقیق وزارتونو د مطالبات زر منظوری وركړې شوه ۔ په دې وزارتونو او ډویژنز د اپوزیشن لخوا د کمي تحريكونه وړاندې كړے شول كوم چې ايوان په اكثريت سره رد كړے شول ۔ د خزانې وزير د خزانې وزارت د 3551 اربه 6 کروړه 98 لاکه 7 زره 14 مطالبات زر پرله پسې منظورۍ لپاره وړاندې كړل ٬په دې د اپوزېشن د كمي كولو 32 تحريكونه رد كړے شول ۔ دغسې قامی اسمبلی كښې په 30 جون 2026ء د ختمېدونكې مالي كال اخراجات پوره كولو لپاره د بشري حقونو وزارت د 1 ارب 74 کروړه 35 لاکھ 14 زره روپو 5 مطالبات زر منظور كړے شول او د اپوزېشن د كمي 96 تحريكونه يې رد كړے شول ۔ قامي اسمبلۍ په 30 جون 2026ء د ختمېدونكې مالي كال اخراجات پوره كولو لپاره د داخله وزارت د 356 اربه 69 كروړه 96 لكه روپو 6 مطالبات زر منظور كړل او د اپوزېشن لخوا جمع كړي د كمي 122 تحريكونه ايوان رد كړل ۔ دغسې قامی اسمبلی د قامی غذائي تحفظ و تحقیق وزارت د 34 ارب 4 کروړه 64 لاکھ 3 مطالبات زر منظور كړل ۔۔د دې څخه وړاندې نهې په ورځ چې د كومو وزارتونو او ډويژنونو مطالبات زر كښې د كمي په اړه تحريكونه نه دي جمع شوې د هغې منظوري واخستلې شوه ۔په دغه كښې د موسمیاتی بدلون و انوائرنمنټل کوآرډینیشن، تجارت، مواصلات ، پاکستان پوسټ آفس، دفاعی پیداوار، اقتصادی چارو،د تعلیم و پيشه وره تربیت ، اعلیٰ تعلیمی کمیشن، د قامي رحمت اللعالمین خاتم النبیین اتھارټی، د قامی پيشه وره و تکنیکی تربیتی کمیشن، فیډرل بورډ آف ریونیو، خارجه چارو ، هاوسنګ اینډ ورکس، صنعت و پیداوار، د اطلاعات و نشریات، انفارمیشن ټیکنالوجی و ټیلی مواصلات، د بین الصوبائی رابطه، د کشمیر و ګلګت بلتستان چارو، قانون و انصاف، د فیډرل شریعت کورټ، اسلامی نظریاتی کونسل، د قومی احتساب بیورو، د ضلعی نظام عدل پايه تخت اسلام آباد، ساحلي چارو څانګه ، د قومی اسمبلی، سینیټ، نیشنل هېلتھ سروسز ریګولیشنز اینډ کوآرډینیشن ډویژن، اوورسیز پاکستانیز او د ترقی انسانی وسائل څانګه ، پارلیمانی چارو ، د منصوبه بندۍ او خاص اقدامات ٬د تخفیف غربت و سماجی تحفظ څانګه ، بینظیر انکم سپورټ پروګرام، پاکستان بیت المال، د نجکاری څانګه ، ریلویز، د مذهبی چارو، سائنس اینډ ټیکنالوجی، آبی وسائل، موسمیاتی بدلون و انوائرنمنټل کوآرډینیشن څانګه ، مواصلات څانګه ، دفاعی پیداوار څانګه ، وفاقی تعلیم و پيشه وارانه تربیت، اعلیٰ تعلیمی کمیشن٬ د سائنس اینډ ټیکنالوجی وغېره شامل وو۔