د قامي وطن پارټي صوبائي چیئرمین سکندر حیات خان شیرپاؤ په مشرۍ كښې د ګوند د سوشل ميډيا كمېټۍ غونډه

پېښور 25 جون (اے پي پي) د قامي وطن پارټي صوبائي چیئرمین سکندر حیات خان شیرپاؤ په مشرۍ كښې د ګوند د سوشل ميډيا كمېټۍ غونډه شوې٬ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو اخونزادہ سکندر زمان، تانیه ګل،ارشد آفریدي او عارف کمال سید نه علاوه د ګژند د انفارمېشن مرکزي سیکرټري طارق احمد خان په خاص توګه ګډون وكړو۔ په غونډه كښې ګډون كوٶنكو د ګوند د سوشل میډیا په هڅو كښې لا بهترۍ او تندۍ راوستلو په اړه تفصيلي خبرې وكړې او د دې مقصد ترلاسه كولو لپاره ېې د كوټلې تګلارې جوړولو پرېكړه وكړه۔(