اټك۔ 25 جون (اے پي پي) د كراچۍ نه باجوړ ته روان د مسافرو بس د حضرو سره نزدې په اسلام آباد پیښور موټر وے اپوټه كېدو څخه يوه مېرمن په حق ورسېده او 25 مسافر ژوبل شول۔ د ريسكيو او پوليس ذرائعو تر مخه په اسلام آباد پیښور موټر وے ايم ون د غازي انټر چينج سره نزدې د باران د لاسه بس اپوټه شو چې پكښې يوه مېرمن په حق ورسېده او 25 كسان ژوبل شوي دي۔ په اطلاع تر لاسه كېدو د رسېكيو 1122 څلور ايمبولينسز او رېسكيو ګاډي د پیښې ځائے ته ورسېدل۔ د رېسكيو اهلكارو 14 ژوبل شوو ته مرسته وركړه او 11 كسان يې د تحصيل هيډ كوارټر حسن ابدال ته منتقل كړل۔