روم۔25 جون (اے پي پي) د اټالين اوپن ګالف ټورنامنټ سبا د زيارت ورځې نه په مورنټي ارجنټيريوا اټلي كښې پېل كېږي۔ د ټورنامنټ انتظاميې تر مخه د ايونټ كاميابۍ لپاره چمتوالے تر سره كړے شوے ۔ دا ټورنامنټ د اټاليه د سړو قامي اوپن ګالف ټورنامنټ دے ٬ د دې بنياد په 1925 كښې اېښودلے شوے ؤ ۔ او د 1933 او د دويم نړيوال جنګ په مهال تر 1960 هر كال كېدو۔ د اټاليه ټورنامنټ په هغه څو كښې يو دے كوم چې هر كال په ګالف كېلېنډر كښې شامل وي۔ ټورنامنټ به په 71 هولز كېږي چې پكښې به د نړۍ نامتو لوبغاړي برخه اخلي۔ ايونټ كښې به د المان ګالفر مارشل د خپل اعزاز دفاع كوي۔