د نړيوالو اصولو تر مخه د مسئلو حل لپاره امرېكې سره كار كولو ته چمتو يو٬ ايران

تهران ۔25 جون(اے پي پي) ايران وئېلې دي هغه د نړيوالو اصولو تر مخه د مسائل حل لپاره امرېكې سره كار كولو ته چمتو دے۔ د تاس تر مخه دا خبره د ايران صدر مسعود پزشكيان د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره په ټېلې فون كړې ۔ هغه ووئېل ايران د مسائل حل لپاره د امرېكې سره كار كولو ته چمتو دے خو د ڼړيوالو اصولو تر مخه ۔ مونږ كله هم د خپل حق نه بهر كومه خبره نه ده كړې۔ د هغه وېنا وه مونږ خپل دوست او د ورونړو هېوادونو د اړخه د كوم هم معاونت هر كلے كوو۔