
اسلام آباد 25جون (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي د پارليماني جمهوريت ودې لپاره د پارليمان او ميډيا ترمينځه قوي او موثر روابط ضرورې دي ٬موجوده دور د ميډيا دے او ميډيا موجوده دور كښې پرمختګ كولو سره په جديد لاره پخپله روانه شوې ٬ د ميډيا تل مركزي حېثيت پاتې شوے او د اولس د معلومات حق محافظه ده ٬ د ميډيا استازو په محنت٬ديانت او حقائق اډانه رپورټنګ اولس خبر او نظام ځواب وركونكے جوړوي٬يو سپيځلې پارليمان او خپلواكه ميډيا د جمهوريت حقيقي روح دے۔د شورو په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د پارليماني رپورټرز اېسوسي اېشن غړو په درناوي كښې وركړې د ماسپخښين مېلمستيا ته د وينا كولو په مهال سيد يوسف رضا ګېلاني د ميډيا كردار ضرورې وګرځولو٬ ده ووئېل ووئېل ستاسو قلم د اولس او اقتدار ترمينځه يو پل دے٬رېښتيا په موثر انداز كښې رامخې ته كول٬ادارې لا قوي كول او قامي يو والي ته وده كښې د ميډيا كردار د اهميت وړ دے٬ د نن په موجوده دور كښې د ذمه دار صحافت ضرورت د وړاندې نه ډېر زيات شوے دے ٬ ده ووئېل جعلي خبرونه او په ډيجيټل پليټ فارمز خپرونكې ناسمه معلومات د اولس باور ته زيان رسوي۔ده ووئيل د وزيراعظم په توګه٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر او اوس د سينيټ چيئرمېن په توګه د ميډيا ودې او د ميډيا استازو مسائل حل كولو لپاره ما ګڼ شمېر اقدامات كړي۔ده ووئيل زما تعلق هم د صحافت څانګې سره پاتې شوے او زما د كورنۍ سياسي خذمات په 450 كلونو محيط دي۔ده ووئيل زه په متفقه توګه د سينيټ چيئرمېن ټاكلے شوے يم۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل شهيد ذوالفقار علي بهټو پاكستان ته د 1973 آئين ډالۍ وركړې او بي بي شهيدې بېنظير بهټو د ميثاق جمهوريت په جوړولو مهمه كارنامه ترسره كړې چې پكښې آئين په اصل حالت بحال كړے شوے كوم چې يو لويې او مشكل كارؤ ٬ ده ووئېل دا د پارليمنټ او اولس طاقت ؤ چې د پاكستان آئين په اصل حالت كښې بحال شو۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د پاكستان سينيټ د خبريالانو حقونو تحفظ لپاره قانوني سازي ګرې او د وي ته د پېښو چېلنجونو حل لپاره يې هم موثر تګلاره او اقدامات كړي۔ده ووئيل زه د بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس باني يم كومه چې د پاكستان او زما لپاره د لويې اعزاز خبره ده۔دستورې ته ګڼو شخصياتو هم وينا وكړه۔ماسپخښين مېلمستيا كښې د سينيټ دوهم چيئرمين سيدال خان٬ دسينيټ سيكرټري سيد حسنين حېدر او د پي آر اے غړو په لويه شمېره ګډون وكړو۔