
اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك وئيلي دي پاکستان د سرو زرو، پيتلو، سکرو، د زمكې ناٶياته څيزونو او نور کريټيکل منرلز غوندې معدني وسائل لرونكے هېواد دے كوم چې د تجديد وړ توان منتقلۍ لپاره ضروري ګڼلې شي، د ريکو ډك منصوبه نه يوازې د پاکستان معيشت لپاره سنګ ميل ده بلكې په نړيواله كچه د توان او معدنيات ضرورتونه ترسره كولو كښې به هم مهم كردار ولوبوي۔ دا خبرې ده پاكستان حكومت او امريكې سفارت په مرسته تابيا كړي “د پاکستان د كان كنۍ په څانګه كښې موقعې- د معدني وسائلو كشف” په سرخط ويبينار ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د ويبينار مقصد د پاکستان معدنيات او کان کنۍ په څانګه كښې د سرمايه كارۍ موقعې د امريكې سرمايه كارو او كمپنو ته رسول وو٬ د وېبينار تابيا وفاقي وزير علي پرويز ملك او د امريکا په پاکستان كښې ناظم الامور نيټالي بيکر د آئل اينډ ګيس ډويلپمنټ کمپنۍ (او جي ډي سي اېل) په هيډ آفس كښې په مشتركه توګه كړې وه ۔ په دې موقع وفاقي وزير علي پروېز ملك پاكستان كښې د كان كنۍ په څانګه كښې په پراخه امكانات رڼا واچوله۔ په ويبينار كښې د پاکستان د پټروليم ډويژن اعليٰ عهديدارو، د پاکستان د معدنيات او توان نوموړو كمپنو٬ د خاص سرمايه كاري سهولت كونسل (اېس آئي ايف سي) نمائندګانو٬ د امريکا اعليٰ سفارت کارو او د توان څانګې سره تړون لرونكو شخصيات ګډون وكړو٬ سيکرټري پټروليم مومن آغا، د او جي ډي سي ايل منيجنګ ډائريکټر احمد حيات لك، د جي اېچ پي اېل او د ماري انرجيز منيجنګ ډائريکټرز، ډائريکټر جنرل مائنز، د پي اېم ډي سي منيجنګ ډائريکټر او د آرك ميټلز، د بي اېم اي سي، د بي اېم آر اېل او د پي پي اېل اعليٰ نمائندګانو نه علاوه د امريكې سفارت اکنامك قونصلر او انرجي آفيسر هم ګډون وكړو ٬ د دې نه علاوه يو شمېر امريكائي كاروباري نمائندګانو په وېبينار كښې آن لائن برخه اغسته۔