
اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي پاكستان د موسمياتي بدلون په زياتو ځپلو هېوادونو كښې شامل دے۔ دا خبره ده د شورو په ورځ موسمياتي بدلون لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته د بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلون فنډنګ كښې نړيوالې برابرۍ او خاص پام ته اړتيا لري۔ ده ووئيل پاكستان د خپل نړيوال مسوليت له مخې د كاربن 37 فيصد اخراج كم كړے ٬ د دې باوجود پاكستان د موسمياتي بدلون څخه په سختو ځپلو هېوادونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل 7 لوي هېوادونه 70 فيصده د كاربن مركبات خارج كوي او 85 فيصد ګرين فنانسنګ هم دې هېوادونو ته ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل د پاكستان دوه ګاٶنډي هېوادونه د كاربن په اخراج كښې د نړۍ په غټو هېوادونو كښې شامل دي۔ وفاقي وزير د پاكستان زلمے كول د ګرين معيشت علمبردار جوړولو عزم څرګندونې سره ووئيل وزارت به د ځوانانو د ماحولياتي كاروباري كسان او نړيوالو سرمايه كارو سره تړلو له معاونت كوي او وزارت به روانو منصوبو بشپړولو ته پام لرنه كوي ۔