پاراچنار كښې د مائن چاودنه٬ څلور كسان شهيدان٬ څلور كسان ژوبل

پېښور 25جون (اے پي پي)پاراچنار كښې د پاك افغان پولې سره نزدې د مائن چاودنې په نتيجه كښې څلور كسان شهيدان او څلور كسان ژوبل شوي دي ۔پوليس له مخې پاراچنار ضلع كښې پاك افغان پولې سره نزدې د چاوېدونكو توكو چاودنه شوې٬چاودنه پيواړ شرم خيل سره نزدې ځنګل كښې شوې كومې څخه چې په سيمه كښې يره خپره شوې۔پوليس وئېلي دي ژوبل او په حق رسېدلې كسان ډي ايچ كيو روغتون ته منتقل كړے شوي٬په حق رسېدونكو كسانو كښې نواب علي٬منت حسين٬هدايت حسين او منظر علي شامل دي او محمد قونين٬حسن غلام٬شفاعت حسين او انور علي ژوبل دي۔پوليس له مخې د مائن چاودنې نه پس سيمه په ولقه كښې اخستلې شوې او د نورو مائن چاودنو اندېنښې له مخې سرچ آپرېشن روان دے