
اسلام آباد 25جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي كركيله د هېواد معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري ٬ د كركيلې څانګه كښې به د پائيدار اصلاحات څخه د هېواد معيشت ته نوره وده ترلاسه شي٬كركيلې په څانګه كښې به د اصلاحات څخه د يو ايكړ په سر پېداوار كښې ښه زياتوالے راشي او پېداواري لګښت به هم كم شي٬د كركيلې پرمختګ لپاره راتلونكي بجټ كښې د سرې او كركيلې په داروګانو ټيكس نه لګولے كيږي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د شورو په ورځ د وزيراعظم محمد شهبازشريف په مشرۍ كښې د كركيلې څانګې پرمختګ په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔په دې موقع وزيراعظم ووئېل كركيله د هېواد معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري او كركيلې څانګه كښې به د اصلاحات څخه د هېواد معيشت ته نوره وده ترلاسه شي٬ د كركيلې په څانګه كښې به د اصلاحات څخه د يو ايكړ په سر پېداوار كښې ښه زياتوالے راشي او پېداواري لګښت به هم كم شي۔وزيراعظم ووئېل د فارم ميكنائزېشن ترويج لپاره په زرعي مشينري او آلات دې ټيكس كم كړے شي٬دغسې د غلې سټور كوول صلاحيت زياتولو په اړه دې اقدامات تند كړے شي۔وزيراعظم ووئيل د صوبو لخوا د زرعي څانګې پرمختګ لپاره نوې منصوبې او فنډز وركول خوشبينه دي٬هيله ده چې په زرعي سكالرشپ چين ته لېږلې شوې كسان هېواد ته په راستنېدو به د زرعي څانګې ودې لپاره د انټرپرينيور په توګه د قدر وړ خذمات ترسره كړي۔وزيراعظم ووئيل د كركيلې په څانګه كښې پرمختګ څخه به تر ټولو زياته ګټه كروندګرو او ځايې اولس ته ورسي٬د كركيلې پرمختګ لپاره راتلونكې بجټ كښې په سره او د كركيلې په داروګانو كوم ټيكس نه لګولې كيږي۔په غونډه كښې وزيراعظم ته زرعي څانګه كښې اصلاحات په خاص توګه زرعي پیداوار كښې د اضافې٬زرعي انفراسټركچر او كروندګرو ته آسانو زرعي قرضو وركولو په اړه تجاويز وراندې كړے شول ۔بريفنګ كښې ووئېل شول نېشنل ايګريكلچر انووېشن اينډ ګروتھ ايكشن پلان كښې د كروندګرو آمدن زياتولو٬پیداوار كښې اضافې او جامع اصلاحات ته پام كرځولے شوے۔بريفنګ كښې ووئېل شول د كركيلې په څانګه كښې ويليو ايډېشن كولو سره برآمدات څخه د كروندګرو آمدن زياتېدې شي او قيمتي زرمبادله به وګټلې شي٬د قامي ټېكنالوجۍ فنډ پروژې اګنائټ له مخې 129 زرعي سټارټ اپس پیل كړے شوے ۔په غونډه كښې د غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين٬د ماحولياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق مسعود ملك٬وزيراعظم چيف كوآرډينيټر مشرف زيدي٬زرعي څانګې لپاره د وزيراعظم چيف كوآرډينيټر احمد عمير٬كركيلې څانګې سره تړون لرونكې نجي څانګه انټرپرينيور او اعلٰی سركاري چارواكو ګډون كولو۔(