د پاكستان او امريكا ترمېنځه تجارتي خبرې اترې٬ راتلونكې اوونۍ كښې په لوظنامه كولو اتفاق

اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) پاكستان او امريكې په روانو خبرو اترو د اطمينان څرګندونې كولو سره د تجارتي خبرو تر راتلونكې اوونۍ په ښه ډول بشپړېدو لپاره د عزم څرګندونه كړې ده۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب او د امريكې د تجارت سيكريټري هاورډ لټنك ترمېنځه د شريك ټېرفس په اړه ورچوئل غونډه وشوه٬ په دې مهال دواړو ډلو په جاري خبرو د اطمينان څرګندونه او تجارتي خبرې تر راتلونكې اوونۍ په ښه ډول بشپړېدو لپاره عزم څرګند كړو ۔ د تجارتي تړون نه وروستو په شريكه ګټه اډانه يو جامع شراكتداري جوړولو ته هم اتفاق وكړے شو كوم چې به سټريټجك او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې د شريكې خوښې د ټولو اړخونو احاطه كوي۔